زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-10-20  |  2024-04-29  |  تازه شوی په: 2024/04/29 - 04:45:4 FA | AR | PS | EN
د اوکرايين پوځ مشر وايي په لومړۍ کرښه کې وضعيت خراب شوی             د منځنۍ آسیا د هېوادونو لپاره اصلي ګواښ په افغانستان کې سختدریځې ډلې دي             په جلال‌اباد ښار کې سېلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي             پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ‘پي‌ او آر’ کارتونو وغځول شوه             په افغانستان کې د جګړې دوران پای ته رسېدلی             ملا برادر د قزاقستان د مرستیال صدراعظم سره پر ګڼو موضوعاتو غږیدلی             افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت اندېښمن کړي یوو             امریکا کې یوې محکمې د میر رحمان رحماني په اړه پر لومړني حکم اعتراض رد کړ             ضمير کابلوف متقي سره د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه غږېدلی             اسلام اباد ته د ایران د ولسمشر سفر او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار             د هلمند او کندهار اوسېدونکو ته ښه زیری             پر یوې تندلارې اسراییلي پوځي قطعه د امریکا احتمالي بندیزونه             زیلینسکي: اوکراین به دوهم افغانستان نه شي             د "سوري زړه په ناروغۍ" اخته ۱۵ ماشومان روغتونونو ته ورپېژندل شو             افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو هڅې            

تاريخ النشر: 2024/03/03 - 06:05:4
زيارة: 159
مشاركة مع الـأصدقاء

د طالبانو حکومت ’ټي ټي پي’ ته خبرداری ورکړی چې افغان خاوره د پاکستان خلاف ونه کاروي
 د طالبانو حکومت ’ټي ټي پي’ ته خبرداری ورکړی چې افغان خاوره د پاکستان خلاف ونه کاروي

انصار: (د کب 13 مه) ، پاکستانۍ رسنۍ په دې وروستیو کې کابل ته د دغه هېواد د دیني عالمانو د تللي پلاوي د یوه غړي له خوالې وايي، د طالبانو حکومت مشرتابه د پاکستاني طالبانو مشرانو ته خبرداری ورکړی چې افغان خاوره دې د پاکستان پر ضد نه کاروي.

جیو نیوز تلویزیون د دغه سفر د تنظیموونکي او پاکستان کې د مذهبي څېړنو د نړیوالې شورا په نوم د بنسټ د مشر ’اسرار مدني’ له قوله رپوټ ورکړی چې طالب چارواکو کابل ته ورغلي پلاوي ته ویلي چې یوه میاشت وړاندې یې د پاکستاني طالبانو مشران را غوښتي او د افغانستان له خاورې یې پاکستان کې د بریدونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

په رپوټ کې د نوموړي له خولې ادعا شوې چې طالب چارواکو ورته ویلي شاوخوا یوه میاشت مخکې د پاکستاني طالبانو مشرانو مفتي نور ولي مسعود، حافظ ګل بهادر او نورو سره د دوی د چارسمبالي لومړي وزیر ’ملا محمد حسن اخوند’ او نورو په ګډون ناسته شوې او دا چې په دې ناسته کې د ټي ټي پي مشرانو ته په ډاګه ویل شوي، چې په پاکستان کې د دوی د بریدونو له امله د پاکستان له حکومت او خلکو سره د افغانستان اړیکي زیانمن شوي دي.

بي بي سي هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو حکومت نظر هم ولري، خو د رپوټ تر چمتو کېدو پورې یې په دې اړه ځواب ترلاسه نه کړ.

د طالبانو حکومت که څه هم تېرو کلونو کې د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د خبرو کوربتوب او منځګړتوب کړی، خو له دې انکار کوي چې د ټي ټي پي مشران او وسله وال دې په افغانستان کې وي، او یا دا چې افغان خاوره دې د پاکستان پر ضد کارول شوې وي.

د اسرار مدني له خولې رپوټ کې دا یادونه هم شوې چې کابل کې طالب چارواکو ورته ویلي له دې غونډې وروسته وضعیت نسبتآ ښه شوی دی.

خو د جیو نیوز د رپوټ له مخې، اسرار مدني ویلي طالب چارواکو او په ځانګړې توګه حقاني ډله په دې نظر ده چې د پاکستاني طالبانو او د پاکستان حکومت ترمنځ خبرې به اړیکي لا ښه کړي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30412






*
*

*



قرأ

د اوکرايين پوځ مشر وايي په لومړۍ کرښه کې وضعيت خراب شوی


د منځنۍ آسیا د هېوادونو لپاره اصلي ګواښ په افغانستان کې سختدریځې ډلې دي


په افغانستان کې د جګړې دوران پای ته رسېدلی


افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت اندېښمن کړي یوو


امریکا کې یوې محکمې د میر رحمان رحماني په اړه پر لومړني حکم اعتراض رد کړ


ضمير کابلوف متقي سره د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه غږېدلی


اسلام اباد ته د ایران د ولسمشر سفر او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار


پر یوې تندلارې اسراییلي پوځي قطعه د امریکا احتمالي بندیزونه


زیلینسکي: اوکراین به دوهم افغانستان نه شي


ایران، اسرائیل کړکېچ؛ د تاوتریخوالي کمېدو هیله رامنځته شوې


د طالبانو حکومت د کره کتنې ادارې غړی محمد عمر جان وژل شوی


ایران پر اصفهان ښار د اسرائیلو د برید راپورونه رد کړل


د اسراییل او ایران لخوا یو بل ته د ناندریو د دوام په صورت کې د نورو بریدونو ګواښونه


جرمني له چین څخه غوښتي چې روسیه د اوکراین جګړې ختمولو ته وهڅوي


د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر له اسراییلو غوښتي پر ایران برید ونه کړي


اسراییلو ته د ایران د برید په اړه وار د مخه استخباراتي معلومات رسول شوي وو


د تماس ډلې د جوړېدو ځنډېدل؛ پاکستان په دې ډله کې د هند له غړیتوب سره مخالفت کوي


د امنیتي تړون سازمان د عمومي منشي له ځانګړي استازي سره د روزا اوتونبایوا کتنه


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي‌استازي ‌د ټاکلو هڅې


اسراییلي ځواکونه د غزې له خان یونس ښار څخه په شا شول


د تونس ساحلي ځواکونو د ۱۳ غرق شویو پناه غوښتونکو جسدونه له اوبو وویستل


د غزې خونړۍ جګړه ۶ میاشتنۍ شوه، خو د سولې هڅو لا نتیجه نه ده ورکړې


تاجکستان په دوشنبه کې د اوکراین سفارت لخوا د داعش ډلې لپاره د فعالیت ادعا رد کړه


هند د اتومي موادو لېږدونکي بالسټیک توغندي ’بریالۍ’ ازموینه کړې


پاکستاني طالبان او حکومت دې په خپلو کې روغه وکړي





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان